کابل -- خامه پرېس راپور ورکړ، چې په کندوز ولایت کې د دوشنبې په ورځ /د وري ۱۳مه/ له یوه هوایي برید څخه ادعا شوي ملکي تلفاتاصلاً د طالبانو له خوا شوي دي.
افغان امنیتي سرچینو د نوم نه ښودلو په شرط ای اېف پي ته ویلي، چې دغه هوایي برید په دشت برچي ولسوالۍ کې یوه مدرسه وویشتله، چې د طالبانو د قوماندانانو په شمول لږ تر لږه ۵۹ کسان یې ووژل.
عیني شاهدانو وویل، په تلفاتو کې ملکي کسان موجود ول. ملګرو ملتونو د سې شنبې په ورځ /د وري ۱۴مه/ وویل، هغوی په هوایي برید کې د ماشومانو په شمول «ملکي خلکو ته د ور اوښتو سختو زیانونو د راپورونو په هکله» څېړنې کوي.
د دفاع وزارت ویاند محمد رادمنش د سې شنبې په ورځ په کابل کې په یوه خبري کانفرانس کې وویل، د افغان اردو څرخکو د کره استخباراتي معلوماتو په اساس په یاده ولسوالۍ کې د طالبانو په مرکز دغه هوایي برید ترسره کړ.
هغه وویل، له برید څخه مخکې په دغه ځای کې یوازې طالب اورپکی او د هغوی مشران موجود ول، او له هوایي برید څخه مخکې د ساحې اخیستل شوي عکسونه یې وړاندې کړل.
د رادمنش په وینا، د افغان اردو څرخکو په مدرسه راکټونه ورخوشې کړل، او اورپکو بېرته په الوتکو ډزې وکړې.
هغه وویل، طالب یاغیانو وروسته په ملکي خلکو باندې د وړو وسلو ډزې وکړې.