طالبانو د حکومت د اوربند په لومړۍ شپه په غزني کې برید وکړ

سلام ټایمز

غزني -- خامه پرېس د محلي چارواکو له قوله راپور ورکړ، چې طالبانو د سې شنبې په ورځ /د غبرګولي ۲۲ مه/ د غزني ولایت په مقر ولسوالۍ کې همغږي بریدونه ترسره کړل.‌

د چارواکو په وینا، اورپکو یوه هاموی ته، چې چاودېدونکي مواد په کې ځای پرځای شوي و، په ولسوالۍ کې د پولیسو مرکز سره نژدې چاودنه ورکړه.

چارواکو وویل، چې امنیتي ځواکونو د نښتو په ترڅ کې ۱۰ تنه طالب اورپکي ووژل.

دغه برید د حکومت له خوا د غبرګولي په ۱۷مه د اعلان شوي موقت اوربند په لومړۍ ورځوشو.

طالبانو د غبرګولي په ۱۹ مه د اختر د درې لومړیو ورځو لپاره د اوربند اعلان وکړ.‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500