طالبانو په یوه کمین کې د کوهستان ولسوال وواژه او په حکومتي اوربند یې پښې کېښودې

ای اېف پي

مزارشریف -- ځایي چارواکو د سې شنبې په ورځ /د غبرګولي ۲۲ مه/ وویل، چې طالب اورپکو د حکومت له خوا د اوربند له پیلېدا سره سرهیو ولسوال وواژه او د هغه د سیمې کنټرول یې په لاس کې واخیست

ولسمشر اشرف غني د غبرګولي په ۱۷ مه اعلان وکړ، چې افغان پولیس او عسکر به د ۸ ورځو په مخه، د غبرګولي له ۲۲ څخه تر ۲۹ پورې له طالبانو سره نښتې ودروي.

طالبانو له حکومت سره یوازې د کوچني اختر د لومړیو درې ورځو لپاره په اوربند موافقه وکړه، چې تمه ده د غبرګولي په ۲۵ مه پیل شي.

د افغان امنیتي ځواکونو او طالب وسله والو تر منځ په فاریاب او سرپل کې سخته جګړه ونښتله، او چارواکو راپور ورکړ چې دواړو خواو ته نامعلوم شمېر تلفات اوښتي دي.

د والي ویاند جاوېد بیدار ای اېف پي ته وویل، د فاریاب ولایت د کوهستان ولسوال له ۸ نورو افغانانو سره یوځای په یوه شپني کمین کې ووژل شو. هغه د پېښې مسؤلیت پر طالبانو ور واچاوه.

هغه وویل، چې اورپکو د یادې ولسوالۍ کنټرول په لاس کې اخیستی دی، او د ولایت امنیه قوماندان نبي جان ملاخېل یې خبره تایید کړه.

د والي د ویاند ذبیح الله اماني په وینا، د سرپل ولایت له صیاد ولسوالۍ سره نژدې جنګ روان دی.‌

هغه ای اېف پي ته وویل، «مونږ نور ملاتړ کوونکي ځواکونه راغوښتي دي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500