ننګرهار -- د افغانستان ۱ تلوېزیوني چینل د دوشنبې په ورځ /د غبرګولي ۲۸ مه/ راپور ورکړ، چې طالبانو په ننګرهار ولایت کې د غني خېلو د ولسوالۍ د سرپست د وژلو د مسؤلیت ادعا وکړه.
د ولایت د رسنیو دفتر په یوه اعلامیه کې وویل، چې وسله والو سړیو د دوشنبې په ورځ سبحان الله خطاب ته کار ته د تګ په لاره کې کمین نیولی وو.
دغه وژنه وروسته له هغه رامنځته شوه چې حکومت د ۱۰ نورو ورځو لپاره له طالبانو سره اوربند وغځاوه.