د شپې له مخې لیدونکو عینکو باندې سمبال طالبانو په کندوز کې په عسکرو برید وکړ

ای اېف پي

کندوز -- چارواکو د پنجشنبې په ورځ /د چنګاښ ۲۱ مه/ وویل، چې د افغانستان په شمال کې په امنیتي ځواکونو باندې روانو حملو تر ۴۰ پورې عسکر وژلي دي.

د دفاع وزارت ویاند جنرال محمد رادمنش او نورو امنیتي سرچینو وویل، چې اورپکو په کندوز ولایت کې د شپې له مخې په یو وخت په څو پوځي بېسونو او پوستو باندې بریدونه وکړل.

رادمنش وویل، «مونږ ته تلفات را رسېدلي دي؛ طالبانو ته هم تلفات ور رسېدلي دي،» او زیاته یې کړه چې ۱۰ - ۱۵ افغان عسکر وژل شوي دي.‌

نورو افغان امنیتي سرچینو د عسکرو د مړینې شمېر ۳۹ او «له ۴۰ نه ډېر» یاد کړ.

یوه جیګپوړي افغان قوماندان ای اېف پي ته وویل، طالبانو د شپې له مخې لیدونکې عینکې لرلې.

له دې جلا، د دفاع وزارت د پنجشنبې په ورځ په یوه اعلامیه کې وویل، چې په غزني ولایت د طالبانو پر ضد د افغان هوایي ځواک بریدونو ۲ تنه یاغیان ووژل.

په اعلامیه کې راغلي، چې د طالبانو د واکمنۍ (۱۳۷۵ - ۱۳۸۰) د وخت یو وزیر ملا امیرخان متقي ټپي شوی دی.‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500