په جوزجان کې د داعش ۱۱ غړي تسلیم شول

سلام ټایمز

کابل -- د دفاع وزارت په یوه اعلامیه کې وویل، چې د داعش د ترهګرې ډلې لږ تر لږه ۱۱ غړي د یکشنبې په ورځ /د چنګاښ ۳۱ مه/ په جوزجان ولایت کې محلي مقاماتو ته تسلیم شول.

په اعلامیه کې راغلي، چې اورپکو خپلې وسلې په قوش تېپه ولسوالۍ کې وسپارلې.

اعلامیه لیکي، «امنیتي ځواکونه هغو کسانو ته، چې تاوتریخوالی پرېږدي او له سوله ییز ژوند سره یوځای کیږي، ښه راغلاست وایي، خو هغه چې جګړې ته دوام ورکوي هغه به له منځه وېوړل شي،»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500