مزارشریف -- د افغان ملي اردو ۲۰۹ شاهین قول اردو د دوشنبې په ورځ /د وري ۲۶مه/ په یوه اعلامیه کې وویل چې افغان ځواکونو وروسته له هغه چې اورپکو د بدخشان ولایت د تیشکان ولسوالۍ په مرکز برید وکړ د هغوی شپږ تنه ور ووژل او شپږ نور یې ټپیان کړل.
په اعلامیه کې راغلي چې دغه نښته د دوشنبې په شپه /د وري ۲۵مه/ وروسته له هغه پیل شوه چې اورپکو له څو خواوو پر ولسوالۍ بریدونه پیل کړل.
اعلامیه زیاتوي چې افغان عسکرو یا ملکيانو ته هېڅ زیان نه دی ور رسېدلی.