خلیلزاد د افغانستان د سولې لپاره یو بل نړۍ وال سفر پیل کړ

ای اېف پي

واشنګټن -- د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت د دوشنبې په ورځ /د غوایي ۲مه/ په یوه اعلامیه کې وویل چې د افغانستان د روغې جوړې لپاره د متحده ایالاتو ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد له افغانستان، قطر، پاکستان، هندوستان، روسیې او برتانیا څخه د لیدنې لپاره خپل سفر پیل کړ چې د غوایي تر ۲۱مې پورې به دوام ولري.‌

په اعلامیه کې راغلي چې له افغان حکومت سره د اورپکو د ډلې د کتنې د پروګرام له ناکامۍ سره سره خلیلزاد د یکشنبې په ورځ /د غوایي ۱/ د خبرو لپاره په یوه اوږده سفر کابل ته راستون شو.

په اعلامیه کې دا نه ده تایید شوې چې آیا هغه به له طالبانو سره بیا وګوري.

اعلامیه زیاتوي چې د قطر په پلازمېنه دوحه کې، «به هغه له طالبانو سره د مذاکراتو پرمخ بوولو ته دوام ورکړي چې په مهمو ملي امنیتي مسایلو باندې یوې اجماع ته ورسېږي، او په یوه ټول شمول بین الافغاني ډیالوګ کې د هغوی په برخه اخیستنه باندې زور واچوي.»

دغه اعلامیه یوه ورځ وروسته له هغه خپره شوه چې د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو له ولسمشر اشرف غني سره د ټیلیفوني خبرو په ترڅ کې د په ټپه ولاړ حالت په هکله خفګان څرګند کړ.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500