کاپیسا -- ازادۍ راډېو د ځایي امنیتي چارواکو له قوله راپور ورکړ، چې د ایتلاف یوه هوایي برید د دوشنبې په ورځ /د زمري ۱/ په کاپیسا ولایت کې له ۱۲ څخه ډېر طالب قوماندانان ووژل. په وژل شویو کې د دغه ولایت لپاره د طالبانو تش په نامه والي هم شامل وو.
د ولایت د امنیه قوماندانۍ د استخباراتو آمر محمد حکیم عظیمي وویل، چې په تګاب ولسوالۍ هوایي برید هغه وخت وشو چې د کاپیسا لپاره د طالبانو تش په نامه والي، نسیم مشفق، د طالبانو له نورو ځایي قوماندانانو سره په دې هکله کتنه کوله چې په افغان امنیتي ځواکونو باندې بریدونه تنظیم کړي.
عظیمي وویل، مشفق، د تګاب ولسوالۍ تش په نامه ولسوال قاري احسان الله او له ۱۰ څخه ډېر نور محلي قوماندانان ووژل شول.
عظیمي زیاته کړه، چې دغه هوایي برید د استخباراتي راپور په اساس ترسره شو.
طالبانو سمدلاسه په دې هکله څه نه دي ویلي.