کابل -- خامه پرېس راپور ورکړ، چې امنیتي ځواکونو د سې شنبې په ورځ /د زمري ۲ مه/ د پنجشېر ولایت لپاره د طالبانو مشکوک تش په نامه والي ونیو.
د ولایت د امنیه قوماندانۍ د استخباراتو آمر نجم الله رضایي وویل، مشکوک شخص، چې د اغامیر په نامه یاد شوی دی، هغه شپه په ابشار ولسوالۍ کې ونیول شو.
دا نیونه وروسته له هغه وشوه چې د ایتلاف یوه هوایي برید د دوشنبې په ورځ /د زمري ۱/ په کاپیسا ولایت کې د تش په نامه والي په شمول ۱۲ طالب قوماندانان ووژل.
طالبانو په یوه اعلامیه کې د کاپیسا ولایت لپاره د خپل تش په نامه والي مړینه تایید کړه.