افغانستان د ولسمشرۍ د انتخاباتو لپاره د وري ۳۱ مه مهالوېش وټاکه

سلام ټایمز

کابل -- طلوع نیوز راپور ورکړ، چې د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د سې شنبې په ورځ /د زمري ۹ مه/ اعلان وکړ چې د دغه هېواد د ولسمشرۍ لپاره انتخابات به د ۱۳۹۸ د وري په ۳۱ مه ترسره شي.

د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وویل، چې دغه انتخابات به له پارلماني انتخاباتو څخه شپږ میاشتې وروسته ترسره شي. پارلماني انتخابات د تلې په ۲۸ مه ترسره کېږي.

دا اعلان څو ورځې وروسته له هغه کیږي چې ولسمشر اشرف غني او اجرائیه رییس عبدالله عبدالله د انتخاباتو خپلواک کمېسیون څخه وغوښتل چې «ژر تر ژره» دې د انتخاباتو مهالوېش وټاکي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500