کابل -- طلوع نیوز راپور ورکړ، چې اجرائيه رییس عبدالله عبدالله د دوشنبې په ورځ /د زمري ۱۵ مه/ وویل، چې د داعش له هغو جنګالیو سره، چې په جنګي جرمونو کې ښکېل دي، به له قانون سره سم چلند وشي.
عبدالله دا خبرې د وزیرانو د شورا په یوه غونډه کې وکړې.
په جوزجان ولایت کې په وروستیو کې، نژدې ۲۵۰ داعشي جنګیالي د ترهګرۍ په وړاندې د سختو عملیاتو په پایله کې افغان اردو ته تسلیم شول.ابتدایي راپورونودا شمېر ۱۵۰ کسان ښودلی وو.
عبدالله د دوشنبې په ورځ په یوه فیسبوکي پست کې وویل، «په شمال کې د داعش یو شمېر جنګیالي تسلیم شوي دي، او له هغوی سره به د جګړې د بندیانو په څېر چلند وشي،»
هغه وویل، تسلیمي دا معنی نه لري چې د هغوی جرمونه به له پامه وغورځول شي، او زیاته یې کړه چې «مونږ به د هغوی جرمونه له پامه ونه غورځوو».
په جوزجان ولایت کې د درزاب ولسوالۍ اوسېدونکیو د داعش پر تسلیم شویو غړو تور لګولی چې د جنسي تجاوز، قتل او شکنجې په شمول، جنګي جرمونه یې ترسره کړي دي.