افغان سرتېرو په بدخشان کې د طالبانو تش په نامه ولسوال وواژه

سلام ټایمز

بدخشان -- طلوع نیوز د پنجشنبې په ورځ /د زمري ۱۸ مه/ راپور ورکړ، چې افغان امنیتي ځواکونو د بدخشان ولایت د شهدا ولسوالۍ لپاره د طالبانو ولسوال او دوه نور اورپکي د یوې نښتې په ترڅ کې ووژل.

چارواکو وویل، چې دغه پېښه د چارشنبې په شپه /د زمري ۱۷ مه/ په یاده ولسوالۍ کې هغه وخت وشوه چې محمد سنګریار او د هغه یو شمېر جنګیاليو له وردوج ولسوالۍ څخه سفر کاوه.‌

د ولایت امنیه قوماندان صابر ارین وویل، «د امنیتي ځواکونو او طالبانو تر منځ‌ نښتې نژدې نیم ساعت دوام وکړ، او کله چې پای ته ورسېده، عسکرو د سنګریار او دوه نورو طالبانو مړي له وسلو سره وموندل،»

هغه زیاته کړه، «نور طالب جنګیالي وتښتېدل،»

د ارین په وینا، امنیتي ځواکونو ته هېڅ تلفات ور ونه رسېدل.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500