پکتیا -- د ولایت د رسنیو دفتر د چارشنبې په ورځ /د زمري ۲۴ مه/ په یوه اعلامیه کې وویل، چې افغان امنیتي ځواکونو په پکتیا ولایت کې د یوه احتمالي بمي برید پلان شنډ کړ.
په اعلامیه کې راغلي، چې امنیتي منسوبینو د استخباراتي معلوماتو له ترلاسه کولو څخه وروسته په ګردېز کې داسې یوه لارۍ وموندله چې په چاودېدونکیو موادو بار وه.
اعلامیه وایي، چې اورپکو پلان درلود چې د ولایت په مرکز کې یو مرګونی برید ترسره کړي.
اعلامیه زیاتوي، چې د افغان ملي اردو د انجنیرانو یوه ټیم یاد چاودېدونکي مواد شنډ کړل.