جلال اباد -- افغان چارواکو د چارشنبې په ورځ /د وږي ۲۱ مه/ وویل، چې په ننګرهار کې د یوه ځانمرګي بمي برید، چې لاریونوال یې ووژل،د مړو شمېر ۶۸ ته پورته شو.
د والي د ویاند عطاءالله خوګیاڼي په وینا، ۱۶۵ تنه نور ټپیان شوي دي.
دغه چاودنه د سې شنبې په ورځ /د وږي ۲۰ مه/ په ننګرهار کې وروسته له هغه وشوه، چې یوه ځانمرګي بمي بریدګر خپل ځان د ګڼ شمېر هغو ملکي خلکو په منځ کې وچاوه، چې د محلي پولیسو د یوه قوماندان د ټاکنې پر ضد په اعتراض راوتلي ول.
داعش د چارشنبې په ورځ د خپلې رسنۍ، اعماق، له لارې د یاد برید مسؤلیت ومانه.
له دغه برید څخه څو ساعته مخکې دوه نورو بمي بریدونو د نجونو له یوه ښوونځي څخه بهر یو هلک وواژه.