کونړ -- پژواک خبري اژانس د دوشنبې په ورځ /د وږي ۲۶ مه/ د محلي پولیسو له قوله راپور ورکړ، چې د ایتلاف یوه هوایي برید په کونړ ولایت کې د یوه محلي قوماندان په شمول د داعش لږ تر لږه درې غړي ووژل.
پژواک خبري اژانس د کونړ ولایت د امنیه قوماندانۍ د ویاند، فریدالله دهقان، له قوله راپور ورکړ، چې دغه برید د یکشنبې په شپه /د وږي ۲۵ مه/ په وټه پور ولسوالۍ کې وشو.
خامه پرېس د دوشنبې په ورځ راپور ورکړ، چې له دې جلا، ایتلافي ځواکونو د یکشنبې په ورځ په وټه پور کې د داعش په یوه پټنځای باندې برید وکړ.
د کونړ ولایت امنیه قوماندان امیرمحمد زمان وویل، چې په دغو عملیاتو کې دوه مشکوک کسان ونیول شول.
هغه محلي قوماندان، چې په برید کې وژل شوی دی، د ابو ذر په نامه یاد شوی دی.