امنیت

د کونړ اوسېدونکو د ټیلیفوني شبکو د روان بندیز له امله داعش وغانده

د خالد زېري راپور

د کونړ ولایت په درې ولسوالیو کې د مخابراتي خدمتونو نشتوالي د ځایي خلکو لپاره سختې ستونزې رامنځته کړي دي. د غبرګولي په ۱ په وټه پور ولسوالۍ کې یوه د مخابراتو پایه لیدل کیږي. [خالد زېری]‌

د کونړ ولایت په درې ولسوالیو کې د مخابراتي خدمتونو نشتوالي د ځایي خلکو لپاره سختې ستونزې رامنځته کړي دي. د غبرګولي په ۱ په وټه پور ولسوالۍ کې یوه د مخابراتو پایه لیدل کیږي. [خالد زېری]‌

کونړ -- داعش په کونړ ولایت کې مخابراتي کمپنۍ له تېرې یوې میاشتې راهیسې وېرولي چې په درې ولسوالیو کې دې خپل خدمتونه بند کړي، چې دغه کار خلک له سختو ستونزو سره مخامخ کړي دي.‌

تر دې مخکې،‌ د افغانستان په بېلابېلو برخو کې یاغیانو مخابراتي خدمتونه مختل کړي څو د هغو عملیاتو انتقام واخلي چې د یاغیانو پر ضد کیږي او محلي خلکو ته، چې یاغیان یې د حکومت ملاتړي بولي، سزا ورکړي.‌

په داسې حال کې چې عادي خلک د ټیلیفوني خدمتونو په نشتوالي کې له سختو ستونزو سره مخامخ کیږي، اورپکي د مفاهمې لپاره له مخابرو او نورو وسیلو څخه کار اخلي.‌

د کونړ ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ رییس سید احمد مدد سلام ټایمز ته وویل، داعش د پایو د سوزولو او د پایو د ساتونکو د وژلو په ګواښ سره «په ماڼوګي او چپه دره ولسوالیو کې مخابراتي خدمتونه بند کړي دي،»

هغه زیاته کړه، «د وټه پور ولسوالۍ په ځینې سیمو کې» سیګنل نشته ځکه چې وېرول شویو کمپنیو خپل سګنل بند کړی دی.

د داعش د ګواښونو له کمپاین څخه مخکې، په دغو ولسوالیو کې اېم ټي اېم، سلام او افغان بیسیم شبکې فعالې وې.‌

مدد وویل، «دا یوه غټه ستونزه ده. مونږ په دې هکله مرکز ته خبر ورکړی دی، او مونږ هڅه کوو چې حل یې کړو،»

د کونړ د والي ویاند عبدالغني مصمم سلام ټایمز ته وویل، «مونږ له قومي مشرانو څخه غوښتی چې یادو ولسوالیو ته ورشي او هڅې وکړي چې دغه شبکې بېرته فعالې کړای شي،»

هغه وویل، «داعش یوه ترهګره شبکه ده، او هغه همېشه ملکي خلک وېروي او وژني.‌هغه یوه ظالمه ډله ده چې د ملکي خلکو د ستونزو پروا نه کوي او... خپل ظلم ته دوام ورکوي.»

د ملکي خلکو لپاره ستونزې جوړول

د ماڼوګي ولسوالۍ د سندرۍ سیمې یوه ۳۵ کلن اوسېدونکي وحیدالله د هغه وخت او قېمت په هکله خبرې وکړې چې اوس ورته یې باید ولګوي په داسې حال کې چې دغه کار پخوا د یوه ساده ټیلیفوني زنګ په وسیله کېده.

هغه د غوایي په ۲۸ مه سلام ټایمز ته وویل، «پرون زه په کور کې وم. ما غوښتل چې په کابل کې له یو کس سره د یوې مهمې موضوع په هکله خبرې وکړم، خو زمونږ په ولسوالۍ کې ټیلیفون کار نه کاوه. زه وټه پور ولسوالۍ ته لاړم، خو هلته یې هم کار نه کاوه. بیا زه مجبور شوم چې د ولایت مرکز، اسد اباد، ته راشم، چې له دې ځای نه مې بیا خبرې وکړې.»

هغه وویل، «ما اسد اباد ته په تللو ۲۰۰ افغانۍ ولګولې. د خوراک را باندې لا نورې راغلې. او کله چې کور ته روانېدم راباندې ماښام وو.»

هغه خپلو خبرو ته دوام ورکړ او ویې ویل، «وګورئ دا څومره سخته ده؟ داعش څه غواړي چې مونږ یې وکړو؟‌دا بس دی چې خلک وژني او جنګونه یې وکړل-- نور باید مونږ ته تکلیف رانه کړي.»

صابرجان، چې ۲۸ کاله عمر لري او د چپې درې ولسوالۍ اوسېدونکی دی، اسداباد ته سودا پسې راغلی وو چې د خپل کور لپاره یې واخلي خو نه یې شوای کولی چې پوه شي چې آیا په کور کې نور څه په کار دي.

هغه سلام ټایمز ته وویل، «زه له خپل کور نه هېڅ احوال نه لرم.‌ مخکې، ما کولی شوی چې زنګ ووهم... خو اوس زه ستونزه لرم. ښایي چې زما کورنۍ په کور کې نورو شیانو ته هم ضرورت ولري... زه چې کور ته لاړ شم او پوه شم، مجبور یم چې بیا ورپسې راشم.»

هغه وویل، «تاسو له افغانستان څخه بهر پرمختګ وینئ، خو مونږ شاته تګ کوو.‌ سخت ظلم روان دی. مونږ څه وکړو؟ چېرته لاړ شو؟‌»

د داعش پر ضد عملیات

په ورته وخت کې د کونړ د امنیه قوماندانۍ ویاند فریدالله دهقان وویل، افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونه، محلي پولیس او ایتلافي ځواکونه د داعش پر ضد عملیات ترسره کوي.‌

هغه سلام ټایمز ته وویل، «په کونړ کې د داعش مهم قوماندانان او مشران ووژل شول. اکثر یې د ناټو د ایتلاف په هوایي بریدونو کې ووژل شول

هغه وویل، «داعش نشي کولی چې دلته پښې ټینګې کړي؛‌ هغوی یوازې چریکي بریدونه کولی شي او ملکي خلک په عذابولی شي، خو مونږ داعش ته فرصت نه ورکوو چې دلته پاتې شي،»

دهقان وویل، «مونږ به د هغوی پر ضد خپلو عملیاتو ته دوام ورکړو،»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500