مزارشریف -- د افغان ملي اردو ۲۰۹ شاهین قول اردو د چارشنبې په ورځ /د تلې ۱۱مه/ په یوه اعلامیه کې وویل، چې افغان ځواکونو د فاریاب ولایت په خواجه سبزپوش ولسوالۍ کې د طالبانو یو برید په شا وتمباوه او لږ تر لږه ۶ تنه اورپکي یې ووژل او ۱۰ نور یې ټپیان کړل.
په اعلامیه کې راغلي، چې یاغیانو د چارشنبې په شپه /د تلې ۱۰مه/ د ماخستن خواوشا ۹ بجې د تلاشۍ په یوه پوسته برید وکړ.
د اعلامیې په اساس، د نښتې په ترڅ کې، چې د سهار تر ۲ بجو پورې روانه وه، دوه تنه پولیس افسران ووژل شول.