په هلمند کې د سړک د غاړې بمي چاودنې ۴ ملکي کسان ووژل

سلام ټایمز

هلمند -- د والي د رسنیو دفتر د سې شنبې په ورځ /د تلې ۲۴ مه/ وویل، چې د سړک د غاړې یوې بمي چاودنې د هلمند ولایت په ناوه ولسوالۍ کې لږ تر لږه څلور ملکي کسان ووژل او دوه نور یې ټپیان کړل.

د اعلامیې په اساس، دغه پېښه د سې شنبې په ورځ وختي د ناوې ولسوالۍ په فضل الدین څلورلارې کې هغه وخت وشوه چې یو موټر د سړک د غاړې بم وواهه.

سمدلاسه هیچا د پېښې مسؤلیت پرغاړه نه دی اخیستی خو طالب اورپکي د استوګنې د سیمو په شمول ځایونو کې د سړک د غاړې د بمونو په کرلو مشهور دي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500