ناټو له افغانستان سره د دوامدار ملاتړ ژمنه وکړه

ای اېف پي

بروسلز، بلجیم -- په داسې حال کې چې واشنګټن له افغانستان څخه د خپلو زرګونو عسکرو د اېستلو لپاره تیاری کوي، ناټو د جمعې په ورځ /د لیندۍ ۳۰ مه/ تاکید وکړ چې هغوی به له دغه هېواد سره خپل ملاتړ ته دوام ورکړي.‌

د ناټو ویاندې اووانا لونجیسکو وویل، «زمونږ ښکېلتیا مهمه ده څو دا ډاډمنه شي چې افغانستان بیا هېڅکله د داسې نړیوالو ترهګرو لپاره خوندي ځای نشي چې وکولی شي مونږ په خپل کور کې وګواښي،»

د ولسمشر اشرف غني ویاند هارون چخانسوري د ټولنیزو رسنیو له لارې وویل، له افغانستان څخه د امریکایی عسکرو پلان شوې وتنه، چې د پنجشنبې په ورځ /د لیندۍ ۲۹مه/ اعلان شوه «به امنیتي اغېز ونه لري ځکه چې په تېرو څلورنیمو کالو کې کنټرول په بشپړ ډول د افغانانو په لاسونو کې دی،»

د متحده ایالاتو په مشرۍ د ناټو جنګي عسکر د ۱۳۹۳ په وروستیو کې له افغانستان څخه ووتل، او د هېواد امنیتي مسؤلیت یې ځایي ځواکونو ته وسپاره. جنګي ماموریت د ناټو د قاطع ملاتړ ماموریت باندې بدل شو، چې هغو افغان ځواکونو ته روزنه او مشوره ورکوي چې د طالب یاغیانو پر ضد جنګ کوي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500