کابل -- د کورنیو چارو وزارت د سې شنبې په ورځ /د مرغومي ۴مه/ په یوه اعلامیه کې وویل، چې د افغان هوایي ځواک یوه برید د پکتیکا ولایت په برمل ولسوالۍ کې د حقاني شبکې یو مشر وواژه.
د سې شنبې د ورځې په اعلامیه کې راغلي، «د حقاني د ترهګرې شبکې د نظامي او لوجیستیکي چارو مشر سیف الله له شپږو نورو کسانو سره یوځای وروسته له هغه ووژل شو چې هوایي ځواکونو د ختیځ پکتیکا ولایت د برمل ولسوالۍ په مرغه کلي کې د اورپکو یو پټنځای وویشت،»
اعلامیه زیاتوي چې وژل شوي کس په پکتیکا او ګاونډیو ولایتونو کې د ځانمرګيو بریدونو په پلانولو او همغږۍ کې مرسته کوله.