غزني -- د غزني د والي د رسنیو دفتر د پنجشنبې په ورځ /د مرغومي ۶ مه/ په یوه اعلامیه کې وویل، چې لږ تر لږه پنځه تنه اورپکي هغه وخت ووژل شول چې د غزني ولایت په ده یک ولسوالۍ کې یو موټربم له وخت نه مخکې وچاودېد.
په اعلامیه کې راغلي، اورپکو پلان درلود چې د ده یک ولسوالۍ په مرکز برید وکړي، خو د هغوی چاودېدونکي مواد د چارشنبې په ورځ /د مرغومي ۵ مه/ هدف ته له رسېدلو څخه مخکې وچاودېدل.
د طالبانو په شمول د اورپکو هېڅ ډلې سمدلاسه په دې هکله څه نه دي ویلي.