افغان ځواکونو په غزني کې ۱۸ طالب اورپکي ووژل

سلام ټایمز

غزني -- د غزني د والي د رسنیو دفتر د یکشنبې په ورځ /د غوایي ۲۹مه/ په یوه اعلامیه کې وویل چې افغان ځمکنیو او هوایي ځواکونو د غزني ولایت په بېلابېلو برخو کې لږ تر لږه ۱۸ تنه طالب جنګیالي ووژل.

په اعلامیه کې راغلي چې افغان سرتېرو د ده یک ولسوالۍ په ذاکر سیمه کې د شنبې په ورځ /د غوایي ۲۸مه/ طالب جنګیالي په نښه کړل او د درې محلي قوماندانانو په شمول یې لږ تر لږه ۸ تنه اورپکي ووژل.

اعلامیه زیاتوي چې له دې څخه علاوه د شنبې په ورځ افغان هوایي ځواک د ده یک ولسوالۍ په کهنه کلي کې د طالبانو یو موټر وویشت او ۶ تنه اورپکي یې ووژل.

د عین اعلامیې له مخې، افغان توپچي ځواک د شنبې په ورځ په اندړ ولسوالۍ کې ۴ طالب اورپکي ووژل او ۷ نور یې ټپیان کړل.‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500