هرات -- چارواکو وویل، چې وسله والو سړیو د شنبې په ورځ /د مرغومي ۲۲مه/ په هرات ولایت کې د پولیسو په یوه ماموریت برید وکړ، چې لږ تر لږه ۵ افغانان یې ووژل او دوه نور یې ټپیان کړل.
د طالبانو یوه ویاند، قاري یوسف احمدي، د یکشنبې په ورځ /د مرغومي ۲۳مه/ په یوه ټویټ کې د پېښې مسؤلیت پر غاړه واخیست.
د والي ویاند جېلاني فرهاد ای اېف پي ته وویل، په برید کې، چې له دوه ساعتونو څخه د لږ وخت لپاره روان وو، د یوه ماشوم په شمول دوه پولیس افسران او درې ملکي کسان مړه شول.
دوه نور افسران ټپیان شول. دواړه بریدګر ووژل شول.
دغه وژنې په داسې حال کې کېږي چې د متحده ایالاتو د سولې استازی زلمی خلیلزاد په افغانستان کې د جنګ د پای ته رسولو لپاره له سیمې څخه لیدنه کوي.