په بغلان کې د طالبانو برید لږ تر لږه ۱۳ کسان ووژل

ای اېف پي

کندوز -- لږ تر لږه ۱۳ کسان وروسته له هغه ووژل شول او په لسګونو نور ټپیان شول چې د طالبانو یوه ځانمرګي بمي بریدګر او څو وسله والو د یکشنبې په ورځ /د غوایي ۱۵مه/ د بغلان ولایت په امنیه قوماندانۍ برید وکړ.‌

دغه مرګونی برید دوه ورځې وروسته له هغه پېښ شو چې ولسمشر اشرف غني طالبانو ته د روژې د مبارکې میاشتې په ترڅ کې چې د دوشنبې په ورځ /د غوایي ۱۶مه/ پیل شوه، د اوربند وړاندیز وکړ.‌

د یکشنبې د ورځې برید له کابل څخه ۲۵۰ کیلومتره شمال ته پلخمري کې پر امنیه قوماندانۍ په یوې غټې چاودنې سره پیل شو چې یوه غټه غوړسکه دود ترې اسمان خوا ته پورته شو.‌

د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحيمي وویل چې ۱۳ تنه پولیس افسران ووژل شول او ۳۵ نور ټپیان شول.

رحیمي په یوه اعلامیه کې وویل چې ۸ تنه ترهګر ووژل شول او زیاته یې کړه چې ۲۰ تنه ملکي کسان ټپیان شول.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500