کابل -- د دفاع وزارت د یکشنبې په ورځ /د غوایي ۲۲مه/ په یوه اعلامیه کې وویل چې افغان سرتېرو، چې ایتلافي ځواکونو یې ملاتړ کاوه، د طالبانو د ډلې یو غړی چې تېره اونۍ د بغلان پر امنیه قوماندانۍ د مرګوني برید د لارښوونې شک پرې کېده ونیو. د غوایي د ۱۵مې په برید کې ۱۳ تنه پولیس افسران وژل شوي شول.
وزارت د برید د وخت په هکله د جزیاتو له ورکولو څخه پرته په یوه ټویټ کې ولیکل، «د بغلان لپاره د طالبانو د استخباراتو مسؤل حاجي محمد رامین د افغان او امریکایي ځواکونو له خوا په بغلان ولایت کې ژوندی ونیول شو. هغه د بغلان پر امنیه قوماندانۍ د برید تر شا لاس درلود.»
په اعلامیه کې راغلي چې رامین په تشناب کې پټ شوی وو. په برید کې د هغه لس ساتونکي ووژل شول.