افغان ځواکونو په لوګر کې تر ۸ ټنو پورې چاودېدونکي توکي ونیول

سلام ټایمز

کابل -- د ملي امنیت ریاست د دوشنبې په ورځ /د کب ۶ مه/ په یوه اعلامیه کې وویل، چې د ملي امنیت د ریاست ځانګړیو ځواکونو او افغان پولیسو په لوګر ولایت کې د حقاني شبکې پر ضد د ګډو عملیاتو په ترڅ کې تر اتو ټنو پورې چاودېدونکي مواد کشف کړل.

په اعلامیه کې راغلي چې دغه عملیات د ازرې ولسوالۍ په راغه سیمه کې ترسره شول، خو د وخت په هکله یې څه نه دي ویل شوي.‌

چارواکو وویل چې افغان ځواکونو د عملیاتو په ترڅ کې یو مشکوک کس ونیو.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500