د ملي امنیت ریاست ځواکونو په جلال اباد کې په تعمیراتي شرکت د برید طراح ونیو

سلام ټایمز

کابل -- د ملي امنیت ریاست د یکشنبې په ورځ /د کب ۱۹مه/ وویل چې د هغوی ځانګړیو ځواکونو په ننګرهار ولایت کې په یوه تعمیراتي شرکت د تېرې اونۍ د برید طراح وواژه.

د ملي امنیت ریاست د یکشنبې په ورځ د نورو جزیاتو له ورکولو څخه پرته وویل، مشکوک کس په مومند دره ولسوالۍ کې ووژل شو.

دوه ځانمرګو بمي بریدګرو خپل چاودېدونکي مواد د کب په ۱۵مه په جلال اباد کې د یاد شرکت په دروازه کې وچول. دغې چاودنې درې نورو ترهګرو ته لاره برابره کړه چې سیمې ته ننوځي او هلته لږ تر لږه ۱۶ کسان ووژني.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500