امنیت

اورپکو په ننګرهار کې په یوه ساختماني شرکت باندې په ځانمرګي برید کې لږ تر لږه ۱۶ کسان ووژل

ای اېف پي

لږ تر لږه ۱۶ کسان وروسته له هغه ووژل شول چې پنځو تنو ځانمرګو بریدګرو د ۱۳۹۷ د کب په ۱۵مه د ننګرهار ولایت په مرکز جلال اباد کې په یوه تعمیراتي شرکت برید وکړ. [نورالله شېرزاده/ای اېف پي ټي وي/ای اېف پي]

جلال اباد -- چارواکو ویلي چې لږ تر لږه ۱۶ کسان د چارشنبې په ورځ /د کب ۱۵مه/ په ننګرهار ولایت کې په یوه ساختماني شرکت باندې په یوه ځانمرګي برید کې ووژل شول.

د والي ویاند عطاءالله خوګیاڼي ای اېف پي ته وویل چې په جلال اباد کې دغه څو ساعته اوږده جګړه هغه وخت پیل شوه چې دوه ځانمرګو بمي بریدګرو د ودانۍ په دروازه کې خپل چاودېدونکي توکي وچول، او درې نورو ته یې لاره جوړه کړه چې هغه ځای ته ورننوځي او وژنې پیل کړي.

ویاند وویل، «د دغه شرکت ۱۶ تنه کارمندان ووژل شول او ۹ نور ټپیان شول،» او زیاته یې کړه چې برید د سهار په ۵ بجو پیل شو.‌

د کورنیو چارو د وزارت یوه ویاند دا تلفات او شمېر تایید کړل.‌

په جلال اباد کې په یوه خصوصي تعمیراتي شرکت د کب په ۱۵مه له یوه ځانمرګي برید څخه وروسته ژوندي پاتې افغانان په یوه روغتون کې درملنه ترلاسه کوي. [نورالله شېرزاده/ای اېف پي]

په جلال اباد کې په یوه خصوصي تعمیراتي شرکت د کب په ۱۵مه له یوه ځانمرګي برید څخه وروسته ژوندي پاتې افغانان په یوه روغتون کې درملنه ترلاسه کوي. [نورالله شېرزاده/ای اېف پي]

خوګیاڼي زیاته کړه، «امنیتي ځواکونو ټول پنځه واړه بریدګر ووژل،»

د ننګرهار د ولایتي شورا غړي اجمل عمر د وژل شویو شمېر یو څه زیات وښود او ویې ویل چې ۱۸ کسان وژل شوي او په ۹ ټپیانو کې د درې کسانو حالت نازک دی.

روغتیایي کارکوونکو په یوه نژدې روغتون کې د ټپیانو درملنه وکړه، چې د ټپونو بنداژونه یې په وینو لړلي ول.‌

ویاند خوګیاڼي زیاته کړه چې تصفیوي عملیات روان ول او امنیتي منسوبینو دوه د ځانمرګو واسکټونه، یو موټر بم او ګڼ شمېر هغه ماینونه شنډ کړل چې بریدګرو ښخ کړي ول.‌

هېڅ ډلې د دې پېښې مسؤلیت پر غاړه نه دی اخیستی، خو داعش او طالبان دواړه په دې ولایت کې فعال دي.

وروسته طالبانو په پېښه کې لاس لرل رد کړل.‌

خبرې روانې دي

دغه برید په داسې حال کې وشو چې متحده ایالات او طالبان په قطر کې د سولې خبرو ته دوام ورکوي څو د نژدې ۱۸ کالو شخړه پای ته ورسوي.

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو د وزارت ویاند رابرټ پالادینو د سې شنبې په ورځ /د کب ۱۴مه/ خبریالانو ته وویل، د تېرې اونۍ په وروستیو کې له دوه ورځنۍ دمې سره سره، مذاکرات «اوس هره ورځ روان وي او پرمخ ځي».

پالادینو وویل، «دا بحثونه روان دي او هغه څه چې مونږ پرې تمرز کوو هغه څلور یو له بل سره نښتې مسئلې دي چې د هرې راتلونکې هوکړې جوړونکي اجزأ به وي،» نوموړي په دې برخه کې د ترهګرۍ،‌ د عسکرو د اېستلو، بین الافغاني خبرو اترو او یوه اوربند یادونه وکړه.

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو په آیووا ایالت کې د لېسې زده کوونکو سره د خبرو په ترڅ‌ کې وویل، هغه هیله لري چې هغه به داسې کافي اندازه لاسته راوړنې ولري چې په اساس به یې نوموړی وکولی شي چې «په څو اونیو کې» د مذاکراتو د پرمخ بوولو په برخه کې د مرستې کولو لپاره یو سفر وکړي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500