خلیلزاد له افغان چارواکو سره د سولې په هکله د خبرو لپاره کابل ته راورسېد

ای اېف پي

کابل -- د افغانستان د روغې جوړې لپاره د متحده ایالاتو ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د دوشنبې په ورځ /د وري ۱۲مه/ وویل هغه کابل ته راغلی چې له ۱۷ کالو څخه د اوږدې جګړې د پای ته رسولو په موخه له طالبانو سره د خپلو را روانو خبرو څخه مخکې له افغان چارواکو سره وګوري.

خلیلزاد په یوه ټویټ کې وویل چې هغه وار له مخه له ځینې حکومتي استازو سره، چې د افغانستان د سولې د پروسې مسؤلان دي، کتلي دي.

خلیلزاد لیکلي، «مونږ د بین الافغاني خبرو اترو په برخه کې د پرمختګ لپاره د بیړې په هکله خبرې اترې وکړې،»

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت د جمعې په ورځ /د وري ۹ مه/ وویل چې د خلیلزاد سفر «د سولې د داسې یوې پروسې د اسانولو لپاره د عمومي هڅې برخه وه چې ټول افغان لوري په کې په کلي بین الافغاني خبرو اترو کې سره راټولیږي»

خلیلزاد د خپل سفر په ترڅ کې وار له مخه په لندن او بروکسل کې تم شوی وو ځکه چې هغه غواړي چې د سولې د هوکړې لپاره نړۍ وال ملاتړ ترلاسه کړي.‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500