لغمان -- د افغان ملي اردو ۲۰۱ سېلاب قول اردو د چارشنبې په ورځ /د وري ۱۴مه/ په یوه اعلامیه کې وویل، چې د ملي امنیت ریاست ځانګړیو ځواکونو په کونړ ولایت کې د داعش درې غړي ونیول.
اعلامیه د برید د وخت په هکله د نورو جزیاتو له ورکولو څخه پرته وایي، چې دغه عملیات په چپه دره ولسوالۍ کې ترسره شول.
اعلامیه وایي چې عسکرو همدارنګه د اورپکو وسلې ونیولې، او زیاتوي چې نیونې له ډزو څخه پرته ترسره شوې.