د ملي امنیت ځانګړیو ځواکونو په اروزګان کې د طالبانو د جیګپوړي قوماندان پر پټنځای برید وکړ

سلام ټایمز

کابل -- ملي امنیت ریاست د پنجشنبې په ورځ /د وري ۲۳مه/ په یوه اعلامیه کې وویل چې د ملي امنیت ریاست ځانګړیو ځواکونو په اروزګان ولایت کې د طالبانو د یوه جیګپوړي قوماندان مولوي شرف الدین پر پټنځای برید وکړ.‌

په اعلامیه کې چې د وخت او د شرف الدین د برخلیک په هکله څه نه دي ویل شوي، راغلي چې ۱۸ تنه اورپکي ووژل شول.

اعلامیه زیاتوي چې همدارنګه عسکرو د عملیاتو په ترڅ کې شپږ درنې وسلې، اوه سپکې وسلې، ۴۷ په لاس جوړې چاودېدونکې وسیلې، پنځه لاسي بمونه، پنځه د مهماتو بکسونه، په سلګونو ګولۍ او ځینې نور پوځي بستې او یونیفورمونه ضبط کړل.

طالبانو سمدلاسه په دې هکله څه نه دي ویلي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500