په لغمان کې د هاوان ناچاودې ګولۍ ۷ ماشومان ووژل

ای اېف پي

کابل -- یوه چارواکي وویل چې د یکشنبې په ورځ /د وري ۲۵مه/ په لغمان ولایت کې ۷ ماشومان هغه وخت ووژل شول او ۱۰ نور ټپیان شول چې د هاوان یوه ناچاودې ګولۍ وچاودېدله.

دا پېښه په داسې یوه هېواد کې چې ځمکني ماینونه، په کورونو کې جوړ بمونه او زړې ګولۍ په کې تیتې پرتې دي، د یوې غورځول شوې وسیلې وروستۍ پېښه ده چې د ملکي خلکو ژوند یې واخیست.

د لغمان د والي ویاند اسدالله دولتزي وویل، په دې هکله پلټنې کېږي چې ماشومانو څنګه دغه ګولۍ موندلې او څنګه چاودېدلې ده.‌

هغه وویل چې قربانیان ټول له ۱۵ کالو څخه ټیټ دي.‌

د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د جنګ د زیاتېدلو په نتیجه کې په وروستیو کلونو کې د ځمکنیو ماینونو او «د جنګ د ناچاودو پاتې شونو» په واسطه د وژل شویو کسانو تلفات ډېر شوي دي.‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500