د داعش دوه پاکستاني غړي او د هغوی کورنۍ په ننګرهار کې تسلیم شول

سلام ټایمز

جلال اباد -- د ننګرهار د والي د رسنیو دفتر د پنجشنبې په ورځ /د غوایي ۲۶مه/ په یوه اعلامیه کې وویل چې د داعش دوه پاکستاني غړي او د هغوی کورنۍ په ننګرهار ولایت کې محلي مقاماتو ته تسلیم شول.

په اعلامیه کې د ننګرهار د والي شاه محمود میاخېل له قوله راغلي چې دغو دوه اورپکو له تېر یو نیم کال راهیسې په اچین ولسوالۍ کې د افغان حکومت پر ضد جنګ کاوه.

اعلامیه وایي چې د داعش دغه غړي اصلاً د پنجاب ایالت اوسېدونکي دي او زیاتوي چې د جنګیالیو په کورنیو کې درې ښځې او ۹ ماشومان شامل دي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500