کابل -- د ځانګړیو عملیاتو قول اردو د پنجشنبې په ورځ /د غبرګولي ۲۳مه/ په یوه اعلامیه کې وویل چې افغان ځانګړیو ځواکونو په فاریاب ولایت کې د ځانګړیو عملیاتو په ترڅ کې لږ تر لږه ۱۶ تنه اورپکي ووژل.
قول اردو د نورو جزیاتو له ورکولو څخه پرته وویل چې دغه عملیات په پشتون کوټ ولسوالې کې ترسره شول.
اعلامیه زیاتوي چې عسکرو په دغو عملیاتو کې وسلې او مهمات هم ونیول.