افغان ځواکونو په فراه کې ۲۰ طالب جنګیالي ووژل

سلام ټایمز

کابل -- د کورنیو چارو وزارت د دوشنبې په ورځ /د چنګاښ ۱۰مه/ په یوه خبرپاڼه کې وویل چې افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو په فراه ولایت کې لږ تر لږه ۲۰ تنه طالب اورپکي ووژل او ۱۸ نور یې ټپیان کړل.

افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو د پېښې د وخت په هکله د جزیاتو ورکولو څخه پرته وویل چې دغه جنګ په بالابلوک ولسوالۍ کې هغه وخت ونښته چې اورپکو په سیمه کې په یوه امنیتي پوسته د برید لپاره تیاری کاوه.

اعلامیه زیاتوي چې په وژل شویو کې د طالبانو دوه ځایي قوماندانان هم شامل دي.‌

طالبانو سمدلاسه څه نه دي ویلي.‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500