کندهار -- د کندهار ولایت امنیه قوماندان تادین خان اڅکزي وویل، پولیسو د شنبې په ورځ /د چنګاښ ۱۵مه/ د طالبانو د سرې قطعې یو جیګپوړی قوماندان وواژه.
اڅکزي د دوشنبې په ورځ /د چنګاښ ۱۷مه/ په ټوتېر ولیکل، مشکوک چې د حافظ ملتان په نامه یاد شوی په پنجوایي، ژړۍ، خاکرېز او میوند ولسوالیو کې د طالبانو د ځانګړیو عملیاتو مسؤل وو.
طالبانو په دې هکله سمدلاسه څه نه دي ویلي.