مزارشریف -- د افغان ملي اردو ۲۰۹ شاهین قول اردو د سې شنبې په ورځ /د چنګاښ ۱۸مه/ په یوه اعلامیه کې وویل چې افغان ځانګړیو ځواکونو په فاریاب ولایت کې د عملیاتو په ترڅ کې لږ تر لږه ۵ طالب اورپکي ووژل.
اردو وویل چې عسکرو دغه عملیات د دوشنبې په شپه /د چنګاښ ۱۷مه/ د پشتون کوټ ولسوالۍ په خواجه ناموسي سیمه کې ترسره کړل. په وژل شویو کې یو ازبک تبعه او د نبی الله په نامه د طالبانو یو محلي قوماندان شامل دي.
طالبانو په دې هکله سمدلاسه څه نه دي ویلي.