کندهار -- طلوع نیوز د والي له قوله راپور ورکړ چې په کندهار ولایت کې د سرک د غاړې یوه بم لږ تر لږه ۹ ملکي کسان ووژل او ۱۸ نور یې ټپیان کړل.
د کندهار والي حیات الله حیات وویل چې چاودنه د دوشنبې په ورځ /د چنګاښ ۲۴ مه/ د خاکرېز ولسوالۍ په درزاب سیمه کې په یوه مسافر وړونکي میني بس موټر وشوه.
هغه د چاودنې پړه پر طالبانو ور واچوله.
عیني شاهدانو وویل چې په قربانیانو کې ښځې هم شاملې دي.
طالبانو سمدلاسه په دې هکله څه نه دي ویلي.