کابل -- دفاع وزارت د دوشنبې په ورځ /د چنګاښ ۳۱ مه/ په یوه اعلامیه کې وویل چې افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو په فراه ولایت کې لږ تر لږه ۲۸ تنه طالب اورپکي ووژل.
په اعلامیه کې راغلي چې جنګ د یکشنبې په ورځ /د چنګاښ ۳۰ مه/ د ولایت د مرکز فراه ښار په پوزه سلطان میر، در اباد، حیدر کلا او شور اباد سیمو کې پیل شو.
اعلامیه زیاتوي چې لږ تر لږه ۱۸ نور اورپکي ټپیان شول.