افغان ځواکونو په لوګر کې چینایي او چیچنیایي طالب اورپکي ووژل

سلام ټایمز

لوګر -- خامه پرېس د جمعې په ورځ /د زمري ۱۱مه/ د ملي امنیت شورا د یوې سرچینې له قوله راپور ورکړ چې د ملي امنیت ریاست ځانګړیو ځواکونو په لوګر ولایت کې د عملیاتو په ترڅ کې په لسګونو اورپکي ووژل او ټپیان کړل.

سرچینې د عملیاتو د دقیق وخت په هکله د جزیاتو له ورکولو څخه پرته وویل چې دغه برید په څرخ ولسوالۍ کې ترسره شو.

سرچینې وویل چې افغان ځواکونو د چینایي او چیچنیایي (روسي) طالبانو په شمول ۲۵ تنه طالب اورپکي ووژل او شپږ نور یې ټپیان کړل.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500