کابل -- د کورنیو چارو وزارت د سې شنبې په ورځ /د زمري ۲۹مه/ وویل چې طالب اورپکو په کابل ولایت کې د نجونو یوه ښوونځي ته اور ورته کړ.
طلوع نیوز د کورنیو چارو د وزارت د ویاند نصرت رحیمي له قوله راپور ورکړ چې دغه پېښه د سې شنبې په ورځ وختي د کابل ولایت د شکردرې ولسوالۍ په ناصري کلي کې د بو یزر د نجونو ښوونځي کې رامنځته شوه.
رحیمي د سې شنبې په ورځ د فېسبوک په یوه پوست کې وویل، «طالبان تاوتریخوالی رامنځته کوي، عالمان، انجنیران، ډاکتران، محلي مشران، قومی مشران وژني او د ښوونې او روزنې دروازې بندوي او اور وراچوي.»
طالبانو په یوه اعلامیه کې په دې پېښه کې له لاس لرلو څخه انکار وکړ.