کابل -- د کورنیو چارو وزارت د دوشنبې په ورځ /د وږی ۴مه/ په یوه اعلامیه کې وویل چې افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو په فاریاب ولایت کې په دوه جلا نښتو کې ۷ تنه طالب اورپکي ووژل او لږ تر لږه ۱۱ نور یې ټپیان کړل.
په اعلامیه کې راغلي چې دغه نښتې د دوشنبې په شپه په قیصار او ګرزیوان ولسوالیو کې وشوې. په وژل شویو کې د طالبانو دوه محلي مشران هم شامل دي.
اعلامیه زیاتوي چې د افغان ځواکونو دوه عسکر سرسري ټپیان شول.