طالبانو په بغلان کې د سمنګانو ۳ قومي مشران او یو د ولایتي شورا غړی ووژل

سلام ټایمز

بغلان -- طلوع نیوز د سې شنبې په ورځ /د وږي ۵ مه/راپور ورکړ چې طالبانو د سمنګانو د ولایتي شورا غړی او د سمنګانو درې قومي مشران وتښتول او بیا یې ووژل.

طلوع نیوز د بغلان د امنیه قوماندانۍ د ویاند منیراحمد له قوله وویل چې اورپکو یاد کسان تېره اونۍ په بغلان ولایت کې وتښتول.

د امنیه قوماندانۍ ویاند وویل چې د بغلان مقاماتو د شورا د غړي سید عبدالحلیم سادات مړی د زمري په ۳۱مه په چشمه شېر سیمه کې وموند او د قومي مشرانو مړي یې هم د سې شنبې په ورځ په بغلان ولایت کې وموندل.

طالبانو په سملاسي توګه په دې هکله څه نه دي ویلي.‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500