ګردېز -- د افغان ملي اردو ۲۰۳ تندر قول اردو د چارشنبې په ورځ /د وږي ۶ مه/ په یوه اعلامیه کې وویل چې افغان ځواکونو د هېواد په جنوب کې په دوه جلا عملیاتو کې لږ تر لږه ۴۴ طالب جنګیالي ووژل.
په اعلامیه کې راغلي چې امنیتي ځواکونو د هغې لویې لارې په اوږدو کې چې د پکتیا ولایت زرمت ولسوالي د پکتیکا ولایت له مټاخان ولسوالۍ سره نښلوي، یې لږ تر لږه ۳۷ تنه طالب جنګیالي ووژل او یو شمېر وسلې یې ونیولې.
اعلامیه وایي چې په وژل شویو کې د طالبانو د سرې قطعې یو محلي قوماندان هم شامل دی.
په یاده اعلامیه کې ذکر شوي چې له دې جلا افغان ځواکونو د غزني ولایت په غزني ښار کې په یوه نښته کې ۷ تنه طالبان ووژل او لږ تر لږه ۷ نور یې ټپیان کړل.
چارواکو د یوه عملیات د وخت په هکله هم معلومات نه دي ورکړي.