فراه -- د کورنیو چارو د وزارت ویاند نصرت رحیمي په خپله فېسبوک پاڼه لیکلي، افغان ځواکونو د جمعې په ورځ /د وږي ۱۵مه/ په فراه ښار د طالبانو یو برید په شا وتمباوه، ۸۵ اورپکي یې ووژل او ۳۰ نور یې ټپیان کړل.
ای اېف پي راپور ورکړ چې اورپکو د لنډ وخت لپاره د افغان اردو د جلب او جذب یو مرکز ونیو خو افغان ځواکونو ژر د متحده ایالاتو په ملاتړ بېرته په شا وتمبول.
په افغانستان کې د متحده ایالاتو د ځواکونو یوه ویاند او د امریکا د اردو ډګروال سوني لیګیټ وویل، له افغان ځواکونو سره د امریکایانو مرسته دوام لري.
هغه ای اېف پي ته وویل، «مونږ په فراه د طالبانو د برید د په شا تمبولو لپاره خپلو د افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو شریکانو ملاتړ ته دوام ورکوو.»
د ۱۳۹۷ د غوایي په میاشت کې، طالبانو ډېره هڅه وکړه چې فراه ښار ونیسي، خو افغان او امریکایي ځواکونو بېرته په شا وتمبول.