خلیلزاد له طالبانو سره د نورو خبرو لپاره دوحې ته ستون شو

ای اېف پي

واشنګټن -- د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت د پنجشنبې په ورځ /د وږي ۱۴مه/ وویل چې د افغانستان د روغې جوړې لپاره د متحده ایالاتو ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد له طالبانو سره د نورو خبرو لپاره د قطر پلازمېنې دوحې ته ستون شوی دی.

د بهرنیو چارو د وزارت یوه ویاند وویل، «سفیر خلیلزاد خبرو ته د دوام ورکولو لپاره دوحې ته ستون شوی دی.»

تر دې مخکې خلیلزاد له طالبانو سره «په اصولو کې» یوې موافقې ته رسېدلی وو چې د جګړې پای ته رسولو لپاره لاره هواره کړي.‌

په کابل کې په نړۍ واله سطحه په رسمیت پېژندل شوي حکومت، چې طالبانو ورسره مذاکرات کول رد کړي دي، اندېښنه راپورته کړه او د وضاحت غوښتنه یې وکړه.‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

1 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

دا غټه ګناه ده چې د افغانستان د مسلمانو خلکو له قاتلینو سره سوله کیږي. الله تعالی جنګیالي په قران کریم کې تعریف کړي دي او طالبان یو له هغو جنګیالیو څخه دي او دا جایزه ده چې مونږ خپل دښمن جنګیالي ووژنو.

ځواب ورکړئ