کندهار -- چارواکو د چارشنبې په ورځ /د تلې ۳مه/ وویل، په داسې حال کې چې د انتخاباتو لپاره ولاړو کاندیدانو د شنبې د ورځې د ولسمشرۍ د انتخاباتو لپاره په وروستي ځل کمپاین وکړ، یو افغان ژورنالست چې له کار څخه کور ته روان وو او د سرک د غاړې بم ټپي کړی وو، مړ شو.
په کندهار کې د یوه راډېو سټېشن د خبرونو یو وړاندې کوونکی عبدالحمید هوتکي ناوخته سې شنبه /د تلې ۲مه/ د ولسمشر اشرف غني د کمپاین دفتر سره نژدې شوې یوې چاودنې ټپي کړ.
د ولایت ویاند بهیر احمدي ای اېف پي ته وویل، هوتکي او ۷ نور ملکي کسان روغتون ته ورسول شول خو څو ساعته وروسته مړه شول.
د کورنیو چارو وزارت وویل چې په چاودنه کې د یوه ماشوم په شمول ۴ کسان مړه شول او پړه یې په طالبانو باندې ور واچوله.
افغانان د شنبې په ورځ /د تلې ۶مه/ رایې اچوي او پرېکړه کوي چې آیا غني، چې په ۱۳۹۴ کې ټاکل شوی وو، باید د دویم ځل لپاره وټاکل شي.
د ځایي امنیه قوماندانۍ ویاند وویل، یوه بله چاودنه د چارشنبې په ورځ د هلمند ولایت په مرکز لښکرګاه کې د غني د کمپاین په دفتر وشوه چې لږ تر لږه درې کسان یې ټپیان کړل.
طالبانو په سملاسي توګه د یوې چاودنې پړه هم پر غاړه وانه خیستله، په داسې حال کې چې یاغیانو مخکې خبرداری ورکړی وو چې په انتخاباتو کې رایه ورنه کړي او ویلي یې وو چې د هغوی جنګیالي به د انتخاباتو کمپاینونه او د رایه اچونې محلونه په نښه کړي.