کابل -- چارواکو وویل چې د سرک د غاړې يو بم د یکشنبې په ورځ (د لړم ۵مه) په فاریاب ولایت کې لږ تر لږه پنځه ماشومان ووژل.
د ولایت د امنیه قوماندانۍ ویاند عبدالکریم یورش د ولایت له مرکز میمنې سره نژدې د یادې وسیلې د ښخولو پړه پر طالبانو ور واچوله. دا پېښه وروسته له هغه رامنځته شوه چې امنیتي ځواکونو د شپې له مخې د یوې حملې په ترڅ کې یاغیان په شا وتمبول.
ای اېف پي وویل چې طالبانو د هغوی د پوښتنې په وړاندې په سملاسي توګه غبرګون ونه ښود.