تروريزم

خواوشا ۴ سوه زره افغان کډوال له پاکستان څخه راستانه شول

ای اېف پي

د بورقه کلاد افغان کډوال د اکتوبر په ۳۱ مه په تورخم کې د یو اېن اېچ سي آر د راستنېدنې مرکز ته را رسېدلي دي. هغوی خپل پلرني وطن ته راستنېدل. [نورالله شېرزاده/ای اېف پي]

د بورقه کلاد افغان کډوال د اکتوبر په ۳۱ مه په تورخم کې د یو اېن اېچ سي آر د راستنېدنې مرکز ته را رسېدلي دي. هغوی خپل پلرني وطن ته راستنېدل. [نورالله شېرزاده/ای اېف پي]

کابل -- ملګرو ملتونو د ډسمبر په ۲مه راپور ورکړ چې سږ کال له ۳۸۰ زرو څخه ډېر راجسټر شوي افغان کډوال له پاکستان څخه راستانه شوي دي - دا له ۲۰۰۷ کال راهیسې تر ټولو لوړ شمېر دی.

د ملګرو ملتونو د راپور له مخې، دغه ادارې یوازې په تېرو درې میاشتو کې یې ۸.۹ بیلیونه افغانۍ (۱۳۵میلیونه امریکایي ډالر) نغده مرسته ورکړې ده، په خپله خوښه راستنېدونکي هرکس ته د ملګرو ملتونو د نغدې مرستې د مقدار په دوه برابره کېدلو سره چې ۲۶۶۵۱ افغانۍ (۴۰۰ امریکایي ډالر) ته ورسېد، کډوال داسې تشویق کړل چې د سږ کال له جولای راهیسې په سرحد باندې ګڼ شمېر خلک را واوښتل.

د یو اېن اېچ سي آر یوې ویاندې دنیا اسلم خان ای اېف پي ته وویل، «دا غیرمتوقع شمېرې دي چې مونږ یې تمه نه لرله. یوازې په اکتوبر میاشت کې څه ۱۴۸ زره خلک ستانه شول، چې دا له ۲۰۰۵ کال راهیسې د یوې میاشتې په اوږدو کې د ستنېدونکیو تر ټولو لوړ شمېر دی.»

هغې زیاته کړه، یو وخت یو اېن اېچ سي آر په یوه ورځ کې په اوسط ډول ۵۵۰۰ کډوال تر مراحلو تېرول. شمېرې ښیي چې ښایي سږ کال نیم میلیون غیر راجسټر شوي کډوال هم ستانه شوي وي، خو چارواکي دغه شمېر نشي تاییدولی.

د ژمي لپاره دمه

خو دا وخت یوه لنډمهاله دمه شروع شوې ده. یو اېن اېچ سي آر د ډسمبر په ۲مه وویل چې په خپله خوښه ستنېدنه به د ډسمبر په ۱ د عادي ژمنۍ دمې لپاره ودروي، او په مارچ کې به یې بیا پیل کړي. دنیا اسلم خان وویل، دغه دمه به یادې ادارې ته د دې فرصت ورکړي چې نورمنابع په کار ولګوي.

د تېرو کلونو د معمول مطابق، یو اېن اېچ سي آر اټکل کاوه چې په ۲۰۱۶ کال کې به یوازې ۵۰ زره کډوال ستانه شي.

دنیا وویل، خواوشا ۱.۳۴ میلیونه راجسټر شوي کډوال لا هم په پاکستان کې اوسېږي. همدارنګه، داسې اټکل کیږي چې نیم میلیون نور غیر راجسټر شوي کډوال به هم په دغه هېواد کې اوسېږي، چې پاکستان په نړۍ کې د ډېرو کډوالو لرونکیو هېوادونو په ډله کې راولي.

پاکستان د کډوالو د ستنېدلو لپاره وروستۍ نېټه د ۲۰۱۷ له مارچ څخه د راتلونکي کال تر ډسمبر پورې اوږده کړې ده.

یو شمېر افغان کډوال له لسیزو راهیسې په پاکستان کې اوسېږي، چې په پیل کې په ۱۹۷۹ کال کې د شوروي اتحاد د یرغل پر وخت په پوله اوښتي ول؛ خواوشا ۴.۲ میلیونه افغان کډوال د یو اېن اېچ سي آر له خوا د تمویل شوي په خپله خوښه ستنېدنې پروګرام لاندې له ۲۰۰۲ کال راهیسې افغانستان ته ستانه شوي دي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500